د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي آمرينو او مالي او اداري مديرانو څخه ازموينه واخيستل شوه

anwari_morr
Sat, Mar 04 2023 3:11 PM
-

اهل خلکو ته د کار د سپارلو په موخه د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي  آمرينو او مالي او اداري مديرانو څخه د دغه وزارت د کنفراسونو په تالار کې  ازموينه واخيستل شوه.

د يادې ازموينې موخه، چې د مهاجرينو چارو وزارت د بورد او د دغه وزارت د بشري سرچينو رياست د پرېکړې له مخې واخيستل شوه،د کړنو د لا ښه والي په موخه  وړ او اهل خلکو ته د کار سپارل ول.

د بشري سرچينو د رئيس په خبره، هغه کسان چې په ازموينه کې بريالي نه شي، پر ځای به يې مسلکي او تجربه لرونکي کسان وګومارل شي.

په ياده ازموينې کې د مهاجرينو چارو وزارت (۲۳) ولايتي آمرينو او مالي او اداري مديرانو ګډون کړی و.

Latest news

BACK TO NEWS