مسلکي مرستيال؛ بوديجه د ملت مال دی دولت يې بايد د لګښت مسؤل وي

د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ دوشنبه د سلواغې په (۳) مه د (UNHCR) دفتر او د مهاجرينو چارو وزارت د ګډې پروژې د مديريت او رهبرۍ کمېټې ناسته ناسته ترسره شوه.
په ناسته کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره د مهاجرينو چارو وزارت د ګډې پروژې د پلي کېدو او د دواړو ادارو د نوي کال لپاره د وړانديز شوو پروګرامونو د همغږۍ په اړه خبرې وشوې.
مسلکي مرستيال وويل، اختياري بوديجه چې د دولت له لورې مصرفيږي او غير اختياري بوديجه چې د موسسو له لورې مصرفيږي د ملت مال دی او دولت يې پروړاندې د ځواب ويلو مسؤل دی.
هغه زياته کړه، د وزارت او (UNHCR) دفتر د ګډې پروژې بوديجه بايد په غير ضروري سفرونو ونه لګول شي، بلکې په داسې پروګرامونو ولګول شي، چې د اړو کسانو د ستونزو په حل کې اغېزمنه وي.