د کمېسيون کړنې

د کډوالۍ عالي کمېسيون ن لومړنۍ ناسته د ولسمشر تر مشرۍ لاندې ترسره شوه

د کډوالۍ عالي کمېسيون ن لومړنۍ ناسته د افغانستان ولسمشر تر مشرۍ لاندې دملي وحدت حکومت اجرايه رئيس، دجمهوري رياست دوهم مرسيتال، وزيرانو او دکډوالۍ عالي کمېسيون خپلواکو رئيسانو په شتون کې د ۱۳۹۴/۴/۲ دمازيګر په ۵:۳۰ بجو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه. ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍

د ناستې په پيل کې د کډوالو چارو وزير  د ياد وزارت دفعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړ.وروسته د اجنډا اړوند موضوعات وړاندې او له لازمو څېړنو وروسته لاندې موضوعات تصويب شول:

۱- د راستنېدونکو د کارموندنې او هستوګنې وړ ځايونو د مطالعې کمېټې رامنځ ته کول.

۲- د کډوالۍ عالي کمېسيون کړنلاره

۳- د پورت فوليو طرحه چې پر بنسټ له مالي ملاتړ کوونکو د کډوالو راستنېدنې لپاره ۱۶۶ ميلونه ډالر غوښتل شوي دي.

۴- د سرحدونو او قبايلو او ماليې وزارتونو، د شمېرنې او ملي راډيو تلوېزيون رياستونود غړيو په توګه تصويب شول.

د راپور تفصيل

د کډوالۍ عالي کمېسيون ن لومړنۍ ناسته د  ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې د ۱۳۹۴/۴/۲ دمازيګر په ۵:۳۰ بجو  د کډوالو چارو وزارت په غوښتنه په  ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه ، چې لاندې کسانو پکې  شتون درلود:

الف ـ د کمېسيون غړي

۱- دملي وحدت حکومت د اجرايه شورا رئيس.

۲- د ولسمشر دوهم مرستيال.

۳- دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير.

۴- دکرنې او مالدارۍ وزير.

۵- دکورنيو چارو وزير.

۶- دبهرنيو چارو وزير.

۷- د کليو پراختيا وزير.

۸- د لوړو زده کړو وزير.

۹- دپوهنې وزير.

۱۰- د عامې روغتيا وزير.

۱۱- د اوبو او انرژۍ وزير.

۱۲- دښارجوړونې وزير.

۱۳- دکار او ټولنيزو چارو وزير.

۱۴- د ښځو چارو وزيره.

۱۵- د حج او اوقاف وزارت مرستيال.

۱۶ – دځمکو د اصلاح ادارې رئيس.

۱۷- د سيمه اييزو ارګانونو رئيس.

۱۸- د چاپيريال ساتنې ملي ادارې رئيس.

ب – د کمېسيون د سکرتريت غړي

۱- د کډوالۍ د عالي کمېسيون د پلان جوړونې لوی مدير ډاکټر سيد علي اقبال

۲- د کډوالو چارو وزارت د راستنېدنې او نوې ځای پرځای کېدنې رئيس محمد عمر معروفي کليم

۳- د کډوالو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ رييس محمد مهدي مطهري

اجنډا ۱: په ايران، پاکستان او اروپايي هېوادونو کې دکډوالو دوضعيت او دکډوالو راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د استوګنې د وضعيت د څېړنې  په شمول دکډوالو چارو وزارت د فعاليتونو د راپور دلنډيز وړاندې کول.

ددغه راپور مهم موضوعات چې دکډوالو چارو وزير له خوا وړاندې شول، عبارت دي له:

دڅو سفرونو په ترڅ کې په ايران او پاکستان کې دمېشتو افغان کډوالو د ستونزو دحل لپاره هڅې.

  • په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ثبت اوراجستر پروګرام، دهغوی د جبري وېستلو څخه مخنيوی او په هغه هېواد کې دکډوالو ستونزو دحل لپاره ديوې ګډې کمېټې جوړول.
  • ايران ته د ولسمشر د لومړي سفر وروسته هلته زما په سفر سره افغان کډوالو ته د يولړ اسانتياو زمينه برابره، پرته له دې نه چې دکډوالو ماشومان د کډوالۍ اسناد لري او يانه  د ايران ښوونځيو کې دشاملېدلو حق تر اوسه له مهمو لاسته راوړنو شمېرل کېږي.
  • د کډوالۍ کارتونو دمودې غځول، د بې اسناده کډوالو ثبت، دمحکومينو بښنه او يا دهغو لپاره تخفيف، روغتيايي بيمه او د بې اسناده کډوالو د تګ راتګ لپاره د اسانتياوو برابرول. له دغه هېواد سره دخبرو اترو  دموضوعاتو له جملې څخه دي، چې له دغو کارونو څخه يې يوڅه تر سره شوي او د ټولو د وروستي کلو لپاره په پام کې ده چې د دوه اړخيزه کمېټې له لورې ترسره شي.

په ډېری هېوادونو په ځانګړي توګه په اورپايي هېوادونو کې دکډوالو دستونزو څېړنه.

  • د اروپايي هېوادونو له سفيرانوسره د خبرو اترو د څو ناستو  ترسره کول.
  •  دبهرنيو چارو وزارت سره په هوکړه په اورپايي هېوادونو کې دمېشتو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو دموضوعاتو تعقيب.

په ځانګړې توګه د داخلي بېځايه شوو په اړه لاندې موضوعات وويل شول

  • د داخلي بېځايه شوو د سروې يو پراخ پلان دجوړېدو په حال کې دی.
  • ددغې سروې په اساس به معلومه شي، چې څومره شمېر رښتيني بېځايه شوي لرو.
  • دهغوی څومره شمېر خپلو اصلي سيموته  تګ ته اماده دي، او ضرورتونه يې څه دي؟ دهغو کسانو چې بېرته ستنېدوته،  نه دي اماده دليل يې څه دی؟ د اړتيا وړ امکانات يې څه دي؟
    د راپور په دوام سره د برنامو جوړونې او همغږۍ په پرخه کې دوزارت لاسته راوړنې په دې ډول بيان شوې:
  • د ستراتېژيک پلان دمسودې جوړل.
  • دعملياتي پلان ترتيبول چې ۵۰ ٪ سلنه کار يې پای ته رسېدلی.
  • په هېواد کې دکډوالۍ عالي کمېسيون ن رامنځ ته کول.
  • د راستنېدنې او نوې ځای پرځای کېدنې د پراخه پلان جوړول.
  • دکډوالۍ عالي کمېسيون ن دکړنلارې مسودې جوړل.
  • د کډوالۍ نړيوال سازمان ( IOM ) اود ملګروملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR )  په شان دنړيوالو موسسو او بنسټونو سره دهمکاريو کمېټو رامنځ ته کول.

د راپور پربنسټ هغه مهمې ستونزې چې دکډوالو چارو وزارت ورسره مخ دی، عبارت دي له:

د  راستنېدونکو د اړتياوو سره سم په شته ښارګوټو د استوګنې طرحې ته د ځواب نه شتون.

بېرته راستنېدونکو ته د کاري زمينې نه شتون.

دکډوالو استوګنې او کارموندنې دستونزې دحل لپاره وړانديز شوې طرحې غونډې ته وړاندې شوې.

د راستنېدونکو   هستوګنې او د کارموندنې موضوع ته په پام سره د ياد راپور په تړاو د غړيو له نظر وروسته ولسمشر د کډوالو په اړه د ۱۳۹۴ کال ۱۰۴ ګڼه فرمان نيمګړی ياد کړ او هغه بياکتنه يې اړينه وبلله او ويې ويل ، حکومت بايد د کډوالو د راستنېدنې لپاره اړين تياری ونيسي او د راستنېدنې پرمهال يې بايد په ټولنيزو خدمتونو او نظم کې خنډ رامنځ ته نه شي.

ولسمشر دکډوالو او راستنېدونکو روغتيايي وضعيت ته درسېدنې په موخه عامې روغتيا وزارت ته  لارښوونه وکړه، چې د هېواد له لويو روغتونونو او ملي امنيت روغتون سره په همغږۍ د روغتيايي بيمې سيستم جوړ کړي.

ولسمشر همدا راز د ښار جوړونې وزارت ته هم لار ښوونه وکړه تر څو د کډوالو چارو وزارت او د ځمکو د اصلاح ادارې سره په همغږۍ هغه سيمې چې د اوسېدو دپراختيا وړ دي وڅېړي او په نښه يې کړي:

  • کوم ښارونه د پراختيا وړ دي.
  • دکومو ښارونو د استوګنې پراختيا بايد کنټرول شي.
  • د ښارجوړونې وزارت دې څېړنه وکړي، چې د کور جوړونې کوم شرکت په وړ کيمت او کمه موده کې دکور جوړونې وړتيا لري، تر څو دهغوی په همکارۍ په هېواد کې د ارزانه او چکټ کور جوړولو په برخه کې ګام واخلو.

ولسمشر د کاري فرصتونو رامنځ ته کول يو ضرورت يادکړ او اړونده وزارتونو ته لکه، دکرنې، کار او ټولنيزو چارو او يو شمېر نورو وزارتونو ته لار ښوونه وکړه، چې:

۱- په هېواد کې دې د کار غوښتونکو شمېر معلوم شي.

۲- دکډوالو په منځ کې دې متخصص او مهارت لرونکي خلک په نښه شي.

۳- د ټولنيزې او اقتصادي پانګې په توګه دې ورته په هېواد کې د کار او فعاليت زمينه په نظر کې ونيول شي.

ولسمشر د هېواد لويو ښارونو ته لکه، کابل، هرات او بلخ چې اوس مهال يې له حده زياته پراختيا کړې او بيا هم هلته د استوګنې لپاره علاقمندي زياته ده په اشارې سره وويل:

۱- دمحلي ارګانونو اداره او يوشمېر وزارتونه دې څېړنې وکړي، چې دمهمو ولايتونو په مرکزونو کې له حده د زيات تراکم مخنيوی وشي.

۲- له مرکزه دې اداري او سياسي مرکزونه ولسواليوته هم انتقال شي ترڅو هغوی هم متوازن پرمختګ وکړي.

۳- دفراه،نيمروز او هلمند ښارونه هم د راستنېدونکو ديوې لويې برخې د جذب وړتيا لري، نوپه همدې موخه بايد په دغه ولايتونو کې د سوداګرۍ، پراختيا، صنعت او کرنې په برخه کې اړين ګامونه واخيستل شي.

اجنډا ۲: د ناستې غړو ته دکډوالۍ دعالي کمېسيون ن د کړنلارې دمسودې وړاندې کول، دنظرونو دوړاندې کولو غوښتنه ، دمسودې دکړنلارې تصويب او دکمېسيون ن کړنلار په لاندې پنځو برخوکې وړاندې شي:

۱- کليات: دپيل خبرې او سريزه

۲- دکډوالۍ عالي کمېسيون ن: دکمسيون پيژندنه، دکمسيون موخې اودندې او دکمېسيون ن تشکلاتي جدول او غړي.

۳- د وزيرانو شورا فرعي کمېټه: ددغې کمېټې پېژندنه او لوی فعاليتونه.

۴- سکرتريت: پېژندنه، تشکلاتي جوړښت د سکرتريت دندې، غړي او همکاران يې.

۵- ناستې: دکمېسيون ن ناستې او فرعی کمېټې او دهغوی د جوړېدو وخت.

۶- د کډوالۍ دعالي کمېسيون ن دکړنلارې دمسودې له وړاندې کولو وروسته د ګډونوال نظرونه دڅېړنې لاندې ونيول شول او دغه کړنلاره دلاندې بدلونونو او اصلاحاتو سره دتصويب لاندې ونيول شوه.

 دکمېسيون دغړو په برخه کې: د ولسمشر د لار ښوونې اړوند او دکډوالو چارو وزير  په غوښتنه لاندې ادارې دکمېسيون دغړو په توګه تصويب شوې.

۱- د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت.

۲- دماليې وزارت.

۳- دشمېرنې مرکزي اداره.

۴- ملی راډيو تلوېزيون

د سکرتريت په برخه کې: د کډوالو چارو وزير د کمېسيون د جنرال سکرترپه توګه وګمارل شو ترڅو د سکرتريت د جوړښت په برخه کې بدلونونه او اصلاحات رامنځ ته کړي. اړينه نه ده چې  وړانديز شوي آمريتونه د تشکيلاتو د پړسوب څځه د مخنيوي لپاره لنډ شي.

په دې اساس د کډوالۍ عالي کمېسيون کړنلاره د د يادو شوو بدلونونو سره د تصويب لاندې ونيول شوه.

لکه څرنګه چې کمېسيون او د وزيرانو شورا فرعي کمېټه دولتي ارګانونه دي ( IOM )  او ( UNHCR) ادارې کولای شي د سلاکار او همکار په توګه فعاليت ولري.

۳- اجنډا: د پورت فوليوطرحه ( د ۱۶۶۲۱۸۲۶۵۵ډالر په اندازه  د ستراتېژيکو حل لارو د اجرايه کولو پروژو ټولګه ده)

د پورت فوليو د طرحې مسوده د افغان پناه غوښتونکو د ستراتيژيکو حل لارو په اساس چې د پرمختګونو،ننګونو او د افغانستان راتلونکي وضعيت ته اشاره لري او له  ۲۰۱۵څخه تر د ۲۰۱۶ کال نيمايي پورې بايد په هېواد کې پلی شوی وی، د کډوالو چارو وزارت وزير او د راستنېدنې او نوې ځای پرځای کېدنې رييس له خوا وړاندې شوه.

په ۲۰۱۵ کال کې د پورت فوليو طرحه په لاندې موضوعاتو متمرکزه وه:

۱- ځمکې او سرپناه ته لاس رسی.

۲- اوبو ته لاس رسی.

۳- د ژوند معيشت فرصتونو ته لاس رسی چې ټينګار کوي پر:

  • د ځوانانو په برخه اخيستنه
  • د ښځو پر پياوړتيا
  • او ښاري کېدل دي

د ۲۰۱۵ اود ۲۰۱۶ نيمايي پورې ددې طرحې مالي اړتيا د ۱۶۶ ميلونه ډالره وړاندوينه شوې

ګډون کوونکي وزارتونه: د کليو او پراختيا  ، د ښارجوړونې، کرنې او پوهنې وزارتونه دي.

همدارنګه موسسې غيرې دولتي بنسټونه لکه، un- habitat، nrc،dacaar،mercy corps، داغا خان بنسټ، دخوراک نړيوال سازمان، او کرنه هم غيرې دولتي بنسټونه دي.    

د ناستې دګډونوالو له نظرونو او د طرحې د وړاندې کولو وروسته ولسمشر ديوې پوښتنې په توګه وويل، په دغه طرحه کې د دولت ونډه په کومه اندازه ده  او ددغې طرحې په اړه د افغانستان دولت ژمنه څه ده؟ لار ښوونه يې وکړه، چې هغه سکتوري وزارتونه چې په دغه طرحه کې بايد ګډون ولري د کډوالو چارو وزارت سره فعاله همکاري ولري، او په دا ډول پروژو کې د دولت ونډه لوړه کړي او هڅه دې وکړي چې په راتلونکې کې دولت وکولای شي د ټولنې ضرورتونه پوره کړي.

ددې طرحې په اساس د ناستې درېيمه اجنډا هم تصويب شوه.

د کډوالۍ عالي کمېسيون دوهمه ناسته ۱۳۹۴ کال د وږي په درېيمه ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه.

دغه ناسته چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې وه،پکې دولسمشر دوهم مرستيال  قانونپوه محمد سرور دانش، دملي وحدت حکومت اجرايه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله او دکډوالۍ عالي کمېسيون يوشمېر غړو ګډون درلود.

د ناستې اجنډا په لاندې ډول ده:

دناستې په پيل کې ولسمشر دښه راغلاست ترڅنګ د کډوالو چارو له وزير وغوښتل، چې ناسته د اجنډا اړوند پيل کړي، چې دکډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي دمخکينۍ ناستې د ترسره شوو کړنو او وړانديزونه په اړه خپل بشپړ راپور وړاندې کړ.

بلخي وويل، چې دپاکستان او ايران سره دوه اړخيزه او درې اړخيزه ناستې شوي او له پاکستان سره په دوه اړخيزه ناسته کې د کډوالو په اړه د هوکړه ليک ياداښت وروستی شو او دکډوالو د استوګنې د مودې دغځولو په اړه درې اړخيزه ناسته کې پرېکړه وشوه چې افغان کډوال به په راتلونکو دووکلونو کې هلته استوګنه ولري.

ښاغلي بلخي زياته کړه، چې په ننګرهار، هرات او کابل ولايتونو کې د زرګونه داخلي بېځايه شوو ملاتړ په موخه ( un- habitat ) سره هوکړه شوې او د اګسټ دمياشتې په پيل کې د کډوالو د يو ستراټېژيک پلان په اړه يو څلور ورځنی ورکشاپ هم جوړ شوی و.

هغه وويل، چې ايران او پاکستان د خپلو راتلونکو پلانونو او هوکړه ليکونو په موخه دکډوالو په خپله خوښه د راستنېدنې غوښتونکي شوي، چې په دې اړه له اړونده بنسټونو سره خبرې شوي.

دکډوالو وزير وويل، زموږ ستراتېژيک پلان کې د کډوالو د مديريت څېړنه او ارزونه او د ظرفيت لوړونې لپاره اړين تدابيرشامل دي.

په دغه ناسته کې ولسمشر غني دکډوالو چارو وزارت له مسئولينو دکډوالو د راستنېدنې د ستراتېژيک پلان له امله مننه وکړه او وی ويل، د پلان موخې بايد رښتينې وي، وزارت بايد دياد پلان دپلي کولو لپاره د کډوالو راستنېدنه کې خپل ظرفيتونه په نظر کې ونيسي او همدارنګه  دخپلو مالي اړتياوو لپاره دقيق اټکل وکړي.

وروسته د وزارت دستراتېژيک پلان دکډوالو د راستنېدنې په اړه هر اړخيزه څېړنې وشوې او پرېکړه وشوه،چې د وزيرانو شورا دې د دغه پلان عملي کول دغور او څېړنې لاندې ونيسي.

ولسمشر وويل، د ياد پلان په برخه کې دکډوالوچارو وزارت رول  لا نور وضاحت ته اړتيا لري او د دغې پلان په اساس د روان کال تر اخره پورې بايد يوه روښانه پالېسي شتون ولري ترڅو دپلان د پلي کولو لپاره قانوني زمينه برابره کړي.

نوموړي زياته کړه د کډوالو د راستنېدنې وضعيت د وړاندوينې وړ نه دی، نو له همدې امله ټول وزارتونه د بېړنيو حالاتو لپاره تياری ولري.

د ناستې په پای کې د پلان دعملي کولو او د کډوالو په خپله خوښه  د راستنېدنې پر څرنګوالي خبرې وشوې او د داخلي بېځايه شوو لپاره ديوې وړ پالېسۍ په شتون کې کار وشو.   

 

 

 

 

 

د کډوالۍ عالي کمېسيون د لومړۍ ناستې پرېکړې    

  • د سرحدونو او قبايلو چارو  وزارت، د ماليې وزارت، د  سر شمېرنې مرکزي اداره او  ملي راډيو تلويزيون هم دياد  کمېسيون  غړو کې ور زيات شول او  د کډوالۍ عالي کمېسيون  سکرتريت د کډوالو او  راستنېدونکو  چارو وزارت ته و سپارل شو .

 

  • د کمېسيون د کړنلارې تصويب.
  •  د کډوالو چارو وزارت او د سيمه اييزو ارګانو خپلواکې ادارې سره په همغږۍ د ښارګوټو د وضعيت څېړڼې، د ښارګوټو معياري کولو او راستنېدونکو ته په کم لګښت د کورنو جوړولو په برخه کې د ښارجوړونې وزارت په مشرۍ د يوې کمېټې رامنځ ته کول.
  • له اړوندو وزارتونو لکه د کرنې وزارت، د کار او ټولنيز و چارو وزارت په هېواد کې د کار د غوښتونکي د شمېر معلومولو او ماهرو افغان کډوال په خپل هېواد کې داقتصادي او ټولنيزې پانګې په توګه په جذب کړي.
  • سيمه ايزو ارګانونو ادارې او نورو وزارتونه دې يوڅېړنه پر لار واچوي تر څور په يوشمېر هغه ولايتونوکې له حده د زياتې ګڼې ګوڼې مخنيوی وکړي.د ولايتي  مرکزونو ته د مخنيوي تر ټولو مهم د ګڼې ګوڼې په برخه کې زده کړې. د متوازن پرمختګ لرلو لپاره د مرکزونو څخه د اداري او سياسي مرکزونو وېشل.
  • فراه، نيمروز او د هلمند ښارونه هم کولی شي د راستنېدونکو لوی نفوس جذب کړي ځکه نو بايد په دې ولايتونو کې د سودګرۍ، صنعت او کرهنې د پراختيا په برخو کې اقدامات وشي.
  • د پورت پوليو طرحه د څېړنې او غړو دنظر وړاندې کولو وروسته تصويب شوه.

 

د کډوالۍ چارو د عاليکمېسيون ن د دويمې  ناستې پرېکړې:

  • د وزيرانو شورا فرعي کمېټه به د ستراتېژيک پلان او د کډوالو چارو وزارت امکاناتو بياکتنه وکړي اود بيا تاييد  لپاره به يې دکډوالۍ عالي کمېسيون ته  وسپاري.
  •  د دې پلان پراساس، دبېرته راستنېدنې پراخه  پاليسي بايد جوړه شي او د کډوالۍ په اړه د وزيرانو شورا فرعي کمېټې کې دې له څېړنو وروسته د تصويب لپاره کمېسيون ته وړاندې شي.
    د کډوالو بېرته راستنېدنه په يوه حالت کې نه ده ، نو ټول وزارتونه بايد د بېړنيوحالتونو لپاره چمتوشي.

 

دکډوالۍ دعالي کمېسيون ن  ددريمې ناستې پرېکړې:

  • د اداري فساد پر وړاندې  د مبارزې پالېسۍ او د کډوالو د چارو وزارت د تطبيقي پلان تصب.
  •  هغه مقررات چې د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت فعاليتونه تنظيموي.
  • د پناه غوښتنې قانون په عادي ډول خپلې مرحلې پرمخ وړي  او د افغانستان وضعيت بايدپه سمه توګه وړاندې شي.
  • د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ستراتېژيک پلان او دهغه تطبيقي پلان.
  • دبېرته راستنېدنې او نوې ځای پرځای کېدنې دپراخې پالېسۍ تصويب.
  • د آلمان سره د هوکړې تصويب او ولسمشر په خپله دغه هوکړه ليک دخپل نظرڅخه دتېرېدو په موخه ترمطالعې لاندې نيولی.
  • دولسمشر دمرستيالپه لارښوونه دې دپېژندنې دتثبيت حقوقي موضوع ترسره شي،او دکډوالو چارو وزير دې ايران ته سفر وکړي او دکډوالو دراجستر دلګښتونو وړاندوينه دې هم وشي.
  • دداخلي بېځايه شوو دسروې په برخه کې دې هڅه وشي،او دهمکارو بنسټو نو له لوري دې ورسته سرچينې برابرې شي.
  • بېځايه شوو ته دې دځمکو دځانکړې کېدو په برخه کې بايد اول اړمن بيځايه شوي په نښه شي او بيادې دوېش پروسه پلې شي.
  • په پاکستان کې دبې اسناده کډوالو د راجستر لپاره دافغانستان اسلامي جهوريت ولسمشر ديوسل کيسيز ټيم په لېږلو باندې ټينګار وکړ او يوازې د دوی دهويت  دپېژندې تثبيت په موخه بوديجه تصويب شوه مالې وزارت ته يې لارښوونه وکړه،چې په پاکستان دکډوالو ستونزو ته دحلا لارو په برخه کې ګړندي ګامونه واخلي.

دکډوالۍ دعالي کمېسيون ن دڅلورمې ناستې پرېکړې:

  • دهرات ولايت دبېځايه شوو تطبيقي پلان دولسمشرد لارښوونه سره سم ورستی شي او ديولړ اصلاحاتو وروسته دې دويډيو په شکل برابرشي او له هغې ورسته دې لازمې کړنې ترسره شي.
  • د ضرورت وړ بوديجې په بياکتنه په غوره ډول څېړل شوې او دهغه فعاليتونو چې مخکې له مخکې يې وړاندوينه شوې  سره سم برابره شي.
  • دراستنېدونکو او بېځايه دوضعيت دګټور مديريت لپاره د ولسي تړون ملي پروګرام برابر شوی دی.
  • دځمکو دوېش په برخه کې دنوي فرمان متن بايد په دقيق ډول د دندو او صلاحيتونو په توپيرسره برابرشي. دکډوالو چارو وزارت دځمکو داصلاح خپلواکې ادارې او دطبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې وزارت دې خپلې پالېسيانې دامکاناتو ته په کتو برابرې کړي او ددغو موضوعاتو په اړه بايد بيلابېل بديلونه شتون ولري.
  • ډاکټر عبدالله عبدالله دکډوالو دمشرۍ په برخه کې درغنده رول درلودونکی دی او وروستي اصلاحات دې دده ترمشرۍ لاندې ترسره شي.
  • ټول وزارتونه دې خپل شته امکانات په يوه جدول کې برابرکړي ترڅو معلومه شي،چې د راستنېدونکو لپاره کوم خدمتونو وړاندې کوي.

 

دکډوالۍ عالي کمېسيون ن دپنځمې ناستې پرېکړې:

  • ټولې ادارې بايد کډوالو،بېرته راستنېدونکو او بېځايه شووته لومړيتوب ورکړي.
  • په پاليسيوکې بايد دکډوالۍ موضوع ترڅېړنې لاندې ونيول شي او له لومړيتوبونه دې بيا تظيم شي.
  • هغه بېړني ضرورتونه،چې په سرحدونوکې يې وړاندوينه شوې او هغه ۱۴ ولايتونه،چې ياده يې شوې بايد طبقه بندي شي ترڅومعلومه شي،چې کوم ولايت کومو اړتياوته ضرورت لري دوزارت او ولايتونو تشکيلونه بايد انعطاف منونکي وي او دهر ولايت اړتياسره دې برابر شي.

 

دکډوالۍ عالي کمېسيون دشپږمې ناستې پرېکړې:

  • دکډوالو چارو زوارت دنده لري،چې په پاکستان کې دثبت شوو کډوال په اړه له معلوماتو يوه کاپي دهغه هېواد د نادرا ادارې څخه ترلاسه کړي.
  • دکډوالو چارو وزارت دپام وړ ټول تدبيرونه چې په پاکستان کې دکډوالو لپاره نيول شوي بايد په ايران کې هم ونيول شي.
  • په پاکستان کې دکډوالو لپاره دې ديوشپږ کلن مهال وېش جدول برابر شي،چې په هغه کې متخصيصينو،پانګه اچوونکو او کاګروته پکې لومړيتوب ورکړل شي.په هغه هېواد کې له ټاکنو وروسته او دنوي حکومت په پيل سره دې هلته دمېشتو افغان کډوالو پرسر خبرې اترې وشي.
  • دکډوالو طبقه بندي تراوسه نه ده ترسره شوې. دسولې پروسه دکډوالۍ سره مستقيماً اړيکه لري لازمه ده چې کډوالو دسولې په پروسه کې دخيل شي او دکډوالو چارو وزارت دې د اجرايوي رول طرحه وړاندې کړي.
  • دځمکو د طرزالعمل ناسته دې په راتلونکې اونۍ کې ترسره شي او طرزالعمل دې وروستی شي دراستنېدونکو دکارموندې په برخه کې دې له سوداګروسره هم ناستې ترسره شي.
  • په ترکيې او يونان کې دې کډوالو مديريت په موخه دې يو پلاوی هلته ولېږل شي.
  •  
  • ټول  وزارتونه او ادارې دې دکډوالوچارو وزارت سره په همغږۍ په خپله کلنۍ بوديجه کې دکډوالو، راستنېدونکو او بېځايه شوو ته درسېدنې په موخه ټاکلې اندازه په پام کې ونيسي.
  • ټول وزارتونه او ادارې دې په يوه دوه ورقه راپوره کې وضاحت ورکړي چې د راستنېدونکو او بېځايه شوو په برخه کې کوم خدمتونه ترسره کولای شي اوپه دغه برخه کې کومې ستونزې لري.
  • دماليې وزارت،اقتصاد وزارت او دکډوالوچارو  وزارت دموسساتو او انجوګانو دلګښتونو او څارنې لايحه دهغوی سره دهوکړې پراساس برابره شي.
  • د ښارجوړونې وزارت بايد د کورونو دجوړولولپاره يو پروګرام ولري چې د راستنېدونکو دکار او استوګنې مسله يو ځای حل شي.
  • ماليې وزارت او دکډوالو چارو وزارت: دکډوالوچارو وزارت لپاره دبوديجې ځانګړې کول بايد انعطاف منونکي وي.
  • په ايران کې دافغان کډوالو دوضعيت څخه دښه انځور په موخه بايد يوه سروې ترسره شي.