د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د بشري خيريه بنسټ ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو
![__________](/sites/default/files/2022-02/274552417_3206062519624635_8744471159550679272_n.jpg)
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستيال ښاغلي محمد ارسلاح خروټي د بشري خيريه بنسټ له رئیس عبدالواحد صاحبزاده سره هوکړه ليک لاسليک کړه، چې له مخې به يې د کابل ولايت په مرکز او ناحيو کې د ۲۲۵۰ بې ځايه شوو او اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو د پيرلو په موخه ۱۸۰ امريکا ډالر مرسته وشي.