خاک جبار ولسوالۍ کې (٢٨۵)اړمنو اومستحقو کورنيو دخوراکي توکو مرستې وشوې

anwari_morr
Tue, Nov 16 2021 2:12 PM
...

 

د اسلامیک ریليف موسسې له لورې دمهاجرينو او راسنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ سې شنبه دلړم په (٢٥) مه (٢٨۵) اړمنو اومستحقو کورنيو سره دکابل په خاک جبار ولسوالۍ کې دخوراکي توکو مرستې وشوې.

دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په استازيتوب د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس مفتي عبدالمطلب حقاني د مرستو د وېش پرمهال شتون درلود، د يادې موسسې څخه یې مننه وکړه چې اړمنو اومستحقو کورنيو سره بشري مرستې کوي. هغه وويل زموږ هيله د مرستندويه بنسټونو څخه داده چې دبېځايه شوو، راستنېدونکو اومستحقو اړمنو کورنيو اصلي ستونزو ته پاملرنه وکړي، د دوی دبشري اوخوراکي موادو دوېش اصلي ستونزې حل کړي او ورته دکارمندنې زمينه برابره کړي.

همدارنګه دخاک جبار ولسوالۍ ولسوال مولوي مير احمد طارق دمرستو دوېش په روڼتيا ټينګار وکړ اود اسلاميک ريليف موسسې سره يې ژمنه وکړه چې دمرستو دوېش پرمهال به ورسره دامنيت په برخه کې همکاري وکړي. ولسوال زیاته کړه چې د(٦٠٢) کورنيو سروې دوام لري چې دوی ته به هم خوراکي مواد ووېشل شي.

په ورته وخت کې داسلاميک ريليف موسسې سرپرست میرويس فاضل د افغانستان اسلامي امارات څخه دمستحقو کورنيو په پېژندلوکې دمرستې غوښتنه وکړه ويې ويل: چې بېځايه شوو سره به دروغتيايي خدماتو په وړاندې کولوکې هم همکاري وکړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS