تېره اونۍ له پېنځلس زرو زياتو بېځايه شوو کورنيو سره مرستې شوي

په تېرې يوې اونۍ کې د چنګاښ د ۲۴مې نېټې څخه د زمري تر ۳مې نېټې پورې ۱۵۲۱۵ بېځايه شوو کورنيوسره دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې مرستې شوي، چې په دغو مرستو کې خوراکي مواد، نغدې پيسې، بستره، دکور وسايل او روغتيايي کڅوړې شاملې دي.
د چنګاښ مياشت کې ۱۹۱۰۳ کورنۍ دخپلو کورونو څخه بېځايه شوي دي.
په ۱۴۰۰ کال کال کې د ۱۵ زرو څخه زياتې کورنۍ د خپلوکورونو څخه بېځايه شوي دي.
هغه ظلم او نارواچې په دې وروستيوکې د تروريستانو زموږ په خلکو شوی نه حېرېدونکی دی.
په زياترو ولايتونوکې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کارکوونکو د اختر په رخصتيوکې هم خپلې دندې ترسره کړي دي.
موږ په کډوالو وزارت کې خپلې ټولې هڅې کو چې په دغه شان حساسو ورځوکې خپل مسؤليتونه ترسره کړو