د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې په پاکستان کې د افغان کډوالو چارو د اتشو له مسوولینو سره وکتل.

anwari_morr
Sun, Oct 12 2025 3:14 PM
-

په پاکستان کې د کډوالو چارو د اتشو استازو او مسوولینو په یاد هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت او ستونزو په هکله راپور له محترم وزیر سره شریک کړ او په پاکستان کې یې د کډوالو په برخه کې د افغان اتشو د دفترونو د چارو د سمون او کارکوونکو د تشکیل اړوندو وړاندېزونو یادونه وکړه.
دوی وویل، چې تر دې دمه د پاکستان په ټولو ښارونو کې د اسلامي امارت ډیپلوماتانو او استازو د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره هڅې کړې دي او څرګنده یې کړه، چې راستنېدونکو هېوادوالو د اسلامي امارت لخوا له فرضې کرښې دې غاړې ته د ثبت د پروسې د انتقال او نورو اسانتیاوو له امله رضایت او خوښي څرګنده کړې ده.
 د ناستې پر دوام د سرپنا په برخه کې د افغان راستنېدونکو ځینې وړاندېزونه له محترم وزیر سره شریک شول.
محترم مولوي عبدالکبیر له فرضې کرښې پورې غاړې، ته د افغان کډوالو د ستونزو په حل کې د اسلامي امارت د استازو او مسوولینو د هڅو ستاینه وکړه او حاضرینو ته یې په خطاب کې وویل، چې د اسلامي نظام امکانات د کډوالو د خدمت لپاره په اغېزمن ډول وکاروئ.
محترم وزیر شوي وړاندېزونه مهم وبلل او زیاته یې کړه، چې ځینې شریک شوي وړاندېزونه، څه موده وړاندې د اسلامي امارت مقام ته لېږل شوي او تمه ده چې منظور به شي.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې راستنېدونکي او په بهر کې مېشت هېوادوال د دین د ساتنې په موخه مهاجرت ته اړ شوي وو او اسلامي امارت هر راستنېدونکي افغان ته هرکلي وايي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS