د پاکستان له زندانونو څه باندې ۱۰۰ تنه افغان مهاجرین ازاد شول
په تېره یوه اونۍ کې ۱۴۰ تنه افغان مهاجرین، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ ازاد او هیواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک د مهاجرینو د لیږد امریت د معلوماتو پر اساس یاد شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي و او دیوې ورځې څخه تر ۷ ورځو پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو.
یاد شوي کسان د ثبت او بشري مرستو وروسته خپلو اصلي مېنو ته ولیږدول شول.