د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له ۵۰۰ څخه ډېرو کورنیو سره مرسته وشوه
په روانه اوونۍ کې په کابل، پکتیا، تخار، سمنگان او ننګرهار ولایتونو کې ٥٧٤ بیرته راستنو شویو، بېځایه شویو او ځایې اوسیدونکو کورنیو ته نغدي او خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
یادې کورنۍ تر دې وړاندې د یادو ولایتونو د مهاجرینو ریاستونو په همکارۍ او همغږۍ سره پېژندل شوې وې.
دا مرسته د همکارو بنسټونو په همکارۍ سره په لاندې ډول ووېشل شوه:
په کابل ولایت کې ۲۸۷ کورنیو ته ۲٬۶۷۷٬۶۳۵ افغانۍ، په سمنگان ولایت کې ۶۸ کورنیو ته ۲ قلمه خوراکي توکي، په پکتیا ولایت کې ۵۵ کورنیو ته ۱٬۷۳۳٬۵۰۰ افغانۍ، په تخار ولایت کې ۸۴ کورنیو ته ۳٬۱۲۶٬۷۰۰ افغانۍ، په ننګرهار ولایت کې ۸۰ کورنیو ته ۱٬۳۰۵٬۶۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.