لغمان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د (ACTED) موسسې له لورې د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۴ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د زمري په ۲۲مه هرې کورنۍ ته په درېيم قسط ۱۱۵۳۵ افغانۍ او په دوهم قسط کې ۱۹۲۳۵ افغانۍ ورکړل شوې.