ننګرهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د (IMC،IRC) موسسو له لورې د ننګرهار ولايت دکډوالو چار رياست په همکارۍ ۱۰۰ بېځايه شوو کورنيوره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د کنړ ولايت دچپې درې ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د زمري په ۲۲مه هرې کورنۍ ته د IMC موسسې له لورې ۲۵۷ امريکايي ډالره او د IRC موسسې له لورې ۵۰ کورنيوهرې کورنۍ سره ۱۹۰۰۰ افغانۍ مرسته وشوه.