په فاریاب ولایت کې سلګونو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

anwari_morr

فاریاب ولایت کې، د ګاونډیو هېوادونو څخه جبراً راستنو شوو ۷۵۶ کورنیو ته د سرطان میاشتې په ۴مه نېټه خوراکي توکي او کمپلې ووېشل شوې.
یادې کورنۍ له وړاندې د دغه ولایت د خواجه موسی، اندخوی، پشتونکوت، شیرین تګاب، دولت‌ آباد او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې ثبت شوې وې، چې وروسته یې د یاد وزارت له همکار بنسټ څخه دوه ډوله خوراکي توکي او دوه تخته کمپلې ترلاسه کړې.