په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو استازو د کډوالو چارو د اتشې له مرستیال سره ولیدل.

anwari_morr

د پاکستان په پنجاب ایالت کې مېشتو یو شمېر افغان کډوالو استازو په اسلام‌اباد کې د کډوالو چارو د اتشې له مرستیال سره ولیدل.
دغه لیدنه، چې د کډوالو چارو د اتشې د استازولۍ په دفتر کې ترسره شوه، دوی خپلې ستونزې او غوښتنې له مرستیال اتشې سره شریکې کړې.
د افغان مهاجرو استازو خبرې وکړې او د پنجاب ایالت د چکوال او خوشاب ولسوالیو کې د کډوالو ستونزې یې بیان کړې او د اړوندو مراجعو له لوري د دې ستونزو د تعقیب او حل غوښتنه یې وکړه.
د کډوالو چارو د اتشې مرستیال ډاډ څرګند کړ، چې د کډوالو د ستونزو په حل کې به همکاري کوي. نوموړي وویل: د ستونزو حل د اتشې دفتر په کاري لومړیتوبونو کې دی او ډېر ژر به د پاکستان د کډوالو چارو ادارې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره به شریکې شي، ترڅو د (پی او آر) کارت لرونکو کډوالو د برخلیک په اړه د دې هېواد پرېکړې روښانه شي او وروسته به دا موضوع د کډوالو له استازو سره شریکه کړي.