نږدې ۵۰ تنه افغان کډوال له تاجکستان هېواده رد مرز شول

anwari_morr
د غبرګولي میاشتې په ۷ او ۸ مه نیټه ۴۹ تنه په تاجکستان کې مېشت افغان کډوال رد مرز شول او د کندز ولایت د شیرخان بندر له لارې هېواد ته راستانه شول.
د کندز ولایت د شیرخان بندر د سرحدي آمریت د راپور له مخې په رد مرز شویو کسانو کې ۳۶ تنه د تاجکستان د اوسېدو پېژند نامې او ۱۲ تنه چې پاسپورټ او ویزې یې درلودې د رد مرز کېدو لامل یې څرګند نه دی.
یاد کسان د ثبت او بشري مرستو د تر لاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شول.