په کابل ښار کې سلګونو اړمنو نغدي مرستې ترلاسه کړې

anwari_morr
د غبرګولي په ۶ مه نیټه د کابل ښار په ۱۴ او ۹ ناحيه کې ۵۵۷ اړمنو کسانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
یاد شوي کسان، چې له دې وړاندې د کابل د کډوالو ریاست له لوري سروې او پېژندل شوې وو، چې د همکارو بنسټونو له لوري هر کس ته ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ نغدي پیسې او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه پرې ووېشل شوه.
د یو بل خبر له مخې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې ۸۰ اړمنو کورنیو ته د غبرګولي په ۶ مه نیټه نغدي مرستې ووېشل شوې.
یادې کورنۍ، چې له دې وړاندې د کابل د کډوالو ریاست له لوري سروې او پېژندل شوي وو، چې د همکارو بنسټونو له لوري هرې کورنۍ ته ۵ زره او ۶۹۸ افغانۍ نغدي پیسې ور کړل شوې.