په کندز ولایت کې اړمنو کورنيو ته نغدي مرستې وويشل شوې

anwari_morr
-
د غبرګولي میاشتې په ۴ مه نیټه په کندز ولايت کې د ۲۳۷ اړمنو کورنيو ته، چې مشري يې د ماشومانو، امیندوارو او شيدې ورکوونکو ميرمنو پر غاړه وه په دریو قسطونو کې نغدي مرستې پرې ووېشل شوې.
د یادو شویو کورنیو له ډلې څخه ۹۴ کورنۍ د کندوز په مرکز کې، ۱۱۷ کورنۍ د امام صاحب په ولسوالۍ کې، ۲۶ کورنۍ په دشت ارچي کې په په نښه شوې وې، چې د لومړۍ قسط مرستې هرې کورنۍ ته ۵ زره او ۶۹۸ افغانۍ نغدې پیسې د همکارو بنسټونو له لوري ورکړل شوې.