په سمنګان ولایت کې سلګونو کورنیو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-
د غوایي میاشتې په ۱۸ مه نیټه ۵۰ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د خوراکي توکو د دویم پړاو مرستو وېش ترسره شو.
په دې مراسمو کې د یاد ولایت مرستیال والي الحاج داد خدا خادم، د کډوالو آمر او د اړوند بنسټونو استازو کډون درلوده، چې د هرې کورنۍ ته ۲ بوجۍ اوړه، ۲ بوجۍ وریژې، یوه بوجۍ مکروني او د جلب او جذب کمېټې له لوري ۲ زره افغانۍ نغدي مرستې ووېشل شوې.
تر دې وړاندې ۴۸ کورنیو له دې مرستو ګټه اخیستې وه او دا لړۍ به دوام وکړي.