د دایکندي ولایت د کډوالو آمر د آغا خان دفتر له استازو سره وکتل

sadam_morr

د غويي  میاشتې په ۳مه نیټه د دایکندي ولایت د کډوالو په امریت کې د آغا خان بنسټ د څارنې له سیمه‌ییز مسوول او د دغه بنسټ د ولایتي مسئول سره غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کډوالو امر ملا محب‌الله منیب آخندزاده د غیر امارتي موسسو د خدماتو د ښه‌والي، د راستنېدونکو او داخلي بې‌ځایه شویو کسانو د ستونزو د حل او اړمنو کورنیو ته د عادلانه مرستو په اړه خبرې وشوې.  
د مهاجرینو آمر د مرستو په وېش او د مستضعفینو په سروې کې د روڼتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې موسسې به ریښتیني اړمن کسان وپېژني.
 د آغا خان بنسټ سیمه‌ییز مسوول وویل، چې د مهاجرینو لپاره باید بنسټیز کارونه، لکه سرپناه او فني حرفوي زده کړو په برخه کې کار وشي، ترڅو په راتلونکي کې د کار او سوکاله ژوند خاوندان شي.  
په غونډه کې د راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو لپاره د دایمي حللارو وړاندیزونه وړاندې شول او د دوی د ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وشوې.