په سرپل ولایت کې ٢٥٩ کورنیو ته مرسته توزیع شوه

پرون سه شنبه د ١٤٠٤ لمریز کال د ثور میاشتې په ٢مه، په سرپل ولایت کې ۲۵۹ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
یادې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوې وې چې د کډوالو چارو آمریت له خوا تر دې وړاندې پېژندل شوې وې، او وروسته ورته د همکارې مؤسسې له خوا هرې کورنۍ ته ۲۱ زره او ۹۵۵ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.