د پاکستان له زندانونو څخه له ۱۰۰ زیات افغان مهاجرین ازاد شول
د وري میاشتې په ۳۱ مه نیټه ۱۱۵ افغان بندیان، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ ازاد او هیواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې یاد شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د یوې ورځې څخه تر ۳ ورځو پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو.
د نوم لیکنې او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته یاد کسان خپلو اصلي مېنو ته ولیږدول شول.