د جوزجان ولایت د مهاجرینو په ښارګوټي کې د قالین اوبدلو مرکز د جوړولو چارې اتیا سلنه پرمختګ کړی دی
              د جوزجان ولایت د مهاجرینو په ښارګوټي کې، چې د آقچې ولسوالۍ د نور آباد سیمه کې موقعیت لري د قالین اوبدلو مرکز د جوړولو چارې اتیا سلنه پرمختګ کړی دی. 
د یادې پروژې له چارو څخه د کډوالو ریاست رییس داملا امان الله طلحه د ښار جوړونې ریاست د انجینر په ملتیا د څارنې په پر مهال پر قراردادي شرکت ټینګار وکړ، چې د ودانیزو توکو کیفیت باید د قرارداد سره سم او د لوړ کیفیت لرونکي ساختماني مواد وکاروي. 
دا پروژې له بشپړېدو وروسته به ۵۰۰ کسان (۲۵۰ میرمنې او ۲۵۰ نارینه) د قالین اوبدلو په چارو کې په دوو جلا برخو کې د کار زمینه ورته بر
ابره شي.