په کندز ولایت کې د بیا میشتیدنې کمیټې غونډه وکړه
د وري میاشتې په ۲۰ مه نیټه د کندوز ولایت د راستنېدونکو او بې ځایه شویو د بیا میشتیدنې کمیټې د ولایت مقام د کارکوونکو د رییس په مشرۍ او د سکتوري ادارو او موسساتو د استازو په ګډون د راستنېدونکو او بې ځایه شویو د ستونزو او اړتیاوو د حل لپاره غونډه ووکړه.
د کندوز ولایت د کډوالو رییس مولوي عبدالولي محمدي د راستنېدونکو د ثبت شویو شمېرو او د تیر کال د شویو مرستو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې د جبري راستنیدونکو د اساسي اړتیاوو ته په بیړني ډول باید بشپړ چمتووالی ولري.
د اړوند ادارو او موسساتو استازو د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او د مرستو په روڼتیا ټینګار وشو.