په کابل ښار کې زرګونو اړمنو کسانو ته نغدي مرستې ورکړل شوې

sadam_morr
د وري میاشتې په ۱۹ او ۲۰مه نیټه په کابل کې ۴ زره او ۶۳۷ اړمنو کسانو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
یاد وګړي، چې مخکې د کابل ولایت د کډوالو ریاست له لوري په پنځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې پېژندل شوي وو. د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري هرې کورنۍ ته ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه ورکړل شوه.
د یوه بل خبر له مخې د کابل ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې د وري میاشتې په ۲۰ مه نیټه ۱۵۴ راستنېدونکو کورنیو ته د همکارو بنسټونو له لوري هرې کورنۍ سره ۶۴ زره او ۷۱۸ افغاني نغدي مرسته وشوه.