د قطر سرې میاشتې او د مهاجرینو چارو وزارت ترمنځ تخنیکي غونډه وشوه.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۲:۴۹
_


د قطر سرې میاشتې او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت تر منځ د وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمود الحق احدي په مشرۍ تخنیکي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د قطر د سرې میاشتې عملیاتي غړي احمد العثماني او د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو ګډون کړی و، په یاده غونډه کې په پکتیا ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د جوړولو د عملي کار د پیل په اړه بحث وشو.
د مهاجرینو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس د قطر سرې میاشتې له مرستې څخه مننه وکړه او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
ټاکل شوې ده چې د قطر سرې میاشتې اداره په پکتیا ولایت کېد بې ځایه شویو، راستنېدونکو او مستحقو کورنیو لپاره د لسګونو سرپناوو جوړولو کار ډېر ژر د دې وزارت سره په همغږۍ پیل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

بېرته خبرونه ته