جوزجان کې د کډوالو ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې

sadam_morr
_
د اسلامي امارت زعیم امیرالمومنین د لارښوونې سره سم د کب پر ٢٨ مه جوزجان کې د دې ولایت د والي او یو شمېر نورو ولایتي چارواکو په شتون کې د کډوالو ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې.
دغه ښارګوټی چې د شبرغان ښار لوېدیځه برخه کې په ٢ زره جریبه ځمکه باندې جوړیږي، ١٥٩٨ نمرې پکې شاملې دي.
دغه ځمکه چې له فتحې وړاندې د کرنې وزارت څخه کډوالو وزارت ته لېږدول شوې وه، خو د اسلامي امارت د واکمنېدو را وروسته د ښار جوړولو وزارت انجنیرانو د خپلو ولایتي او کډوالو ریاستونو سره په همغږۍ د خط اچونې کار پیل کړ.