بلخ کې له ۳۵ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
په بلخ ولایت کې له ایرانه ۳۵ راستنېدونکو کورنیو ته وړمه ورځ نغدي مرسته ووېشل شوه.
دا کورنۍ مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو رياست له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او د مهاجرینو چارو وزارت د همکار بنسټ له لوري ورسره په بېلابېلو برخو کې ۵ سوه ۲۶ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.