نیمروز کې ۲۵ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
_

په نیمروز ولایت کې پرون د کب پر ۱۳مه نېټه له ۲۵ راستنو شویو کورنیو سره د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په هلو ځلو او د مهاجرینو چارو وزارت د همکار بنسټ له لوري نغدي مرسته وشوه.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۴۹ زره او ۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.