په غور ولایت کې لسګونو کسانو ته د کار وسایل وویشل شول

sadam_morr
د کب په ۹مه نیټه په غور ولایت کې ۵۲ بې ځایه شویو، راستنیدونکو ته د کار مسلکي وسایل وویشل شول.
يادو کسانو پخوا د ګنډلو په برخه کې مسلکي روزنه ترلاسه کړې وه او د کورس له بشپړولو وروسته، هر يو ته د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري د ګنډلو یو پایه ماشين او د ۱۴ اړوندو توکو سره ورته وویشل شول.