اروزګان کې د مهاجرینو د ښارګوټي جوړولو لپاره تر زر جریبه زیاته ځمکه مهاجرینو وزارت ته ولېږدول شوه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۴:۳۶
_
په اروزګان ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي جوړولو لپاره یو زر او ۸۲۶ جریبه ځمکه له کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت څخه مهاجرینو چارو وزارت ته ولېږدول شوه.
د دغې ځمکې د لېږد هوکړه لیک د وزارت د راستنېدنې او بیامېشتېدنې او د کرنې وزارت د ځمکې د وېش او لېږد رییس مولوي سید محمد سعید ترمنځ لاسلیک شو.
د یادونې وړ ده چې د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره د ځمکې ځانګړي کېدل د مهاجرینو چارو وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمونین د فرمان پر بنسټ په ټول هېواد کې ترسره کېږي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته