د پاکستان له بندخونو نږدې ۷۰ تنه افغان بندیان ازاد شول
پاکستان کې ۶۹ افغان کډوال د دغه هېواد له بندخونو ازاد او د سلواغې په ۳۰ مه نېټه هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، یادو کسانو چې قانوني اسناد یې هم درلود د پاکستان په مختلفو ښارنو کې نیول شوي وو، له ۲ تر ۸ ورځو پورې بندیان وو، چې له ازادېدو وروسته یې مرستې تر لاسه او خپلو سیمو ته ولېږدول شول.