بغلان کې د ښارګوټي د جوړولو لپاره د زرګونه جریبه ځمکې د لېږد بهیر پیل شو

sadam_morr
_
د بغلان ولایت د کډوالو ریاست د راپور له مخې، تېره ورځ د دې ولایت ډنډغوري ولسوالۍ خواجه الوان دښته کې د ۸ زره جریبه ځمکې د لېږد پروسه پیل شوه.
ټاکل شوی پلاوی چې د اړوندو ادارو استازي دي، د عالیقدر امیرالمومنین د حکم پلې کولو په موخه د ډنډغوري ولسوالۍ اتحاد ښارګوټي ته لاړ.
د امیرالمونین د فرمان له مخې د دشت خواجه الوان په ښارګوټي کې به ۵۰۰۰ جريبه ځمکه او ۳۰۰۰ جريبه د سولې ښارګوټي د بغلان د مركزي ولسوالۍ د مصلح تپې په سيمه كې د راستنېدونکو لپاره د كرنې او مالدارۍ وزارت څخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته وسپارل شي. د ټاکل شوي پلاوي له لوري د ساحې لیدنه وشوه او په راتلونکو ورځو کې به له اصولو او طرزالعمل سره سم د لېږد پروسه پیل شي.