د فاریاب د کډوالو چارو رییس د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دفتر مسولانو سره ولیدل

sadam_morr
-
د فاریاب ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د مېشتېدنې برخې مسول نیکولاس او د کنترول برخې مسول روبین سون سره پرون د سلواغې پر ۱۷مه نېټه لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې دواړو خواوو په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د کډوالو د کمېشنرۍ له لوري په فاریاب ولایت کې د بنسټي، تعلیمي او حرفوي پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي نېکولاس د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پروژو د تطبیق او ملاتړ په برخه کې د کډوالو چارو د ریاست د همېشنۍ همکارۍ مننه وکړه.
د فاریاب ولایت د کډوالو رییس په تېر میلادي کال کې په دغه ولایت کې د کمېشنرۍ لخوا د پليو شویو پروژو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: هره پروژه چې د همکارو موسسو له خوا د فاریاب د اړمنو خلکو لپاره د کډوالو چارو وزارت له کړنلارې او هوکړې سره سم پلې شي موږ یې ملاتړ کوو.