کابل کې تر ۳ زره ۶۰۷ مستحقو او اړمنو کورنیو سره د سلواغې پر اولسمه نېټه نغدي مرسته وشوه

دغه کسان مخکې په ۳ او ۱۰ ناحیو کې اړمن پېژندل شوي وو، چې د وزارت د همکار بنسټ له لوري ورسره د ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوې کڅوړې مرسته وشوه.
د یو بل خبر له مخې کابل ښار کې ۸۳۱ کورنیو ته د سلواغې ۱۷ نېټه مرسته ووېشل شوه.
دغه کسان په ۱۴ مه ناحیه کې اړمن پېژندل شوي وو او د وزارت د یوې همکارې موسسې ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوې کڅوړې مرسته ورکړل شوه.