لغمان کې له ۲۰۰ زیاتې سرپناوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
لغمان کې راستنو شویو، بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د دایمي سرپناه په موخه ۲۱۱ کورونه جوړ او د یو لړم مراسمو په ترڅ کې د یاد ولایت مرستیال والي او د سیمې اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دغو مراسمو کې د لغمان کډوالو رییس مولوي غلام رحمن بلال خبرې وکړې او ویې ویل: چې دغه سرپناوې دوه کوټې، یوه اشپزخانه او یو تشناب لري، چې د کډوالو ریاست سره په همغږۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري په ۴ میاشتو کې په ۵۹.۵ میلیون افغانیو په لګښت سره جوړې شوې.
په ورته وخت کې د لغمان مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل هم خبرې وکړې او د کډوالو ریاست او یاد بنسټ له کړنو یې ستاینه وکړه.