پاکستان کې اوه تنه افغان بندیان له بنده خوشې شول

sadam_morr
-
په پاکستان کې ۷ تنه افغان بندیان له بنده خوشې او د سلواغې پر نهمه نېټه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې دغه کسان د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي او له ۴ میاشتو تر ۴ کلونو پورې په بند کې وو، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.