بغلان کې د تلپاتې بیا مېشتېدنې کمېټې ناسته وشوه
په بغلان ولایت کې د همکارو ادارو او بنسټونو د استازو په شتون کې د تلپاتې بیا مېښتېدنې کمېټې ناسته ترسره شوه.
د بغلان د مهاجرینو چارو رییس محمد ابراهیم عمري د ناستې د موخو په اړه خبرې وکړې، ورپسې د تلپاتې بیا مېشتېدنې کمېټې مهمې موخې د کمیسیون د غړو له مسولیتونو سره د اجرايه مدیر لخوا په بشپړه توګه بیان شوې.
د بغلان ولايت د مهاجرینو چارو ریاست د راستنېدنې او مېشتېدنې آمر د روان کال په بهير کې د راستنېدونکو کره شمېر، فرصتونه، ستونزې او اساسي اړتياوې په بېلابېلو برخو کې د ثبت شويو شمېرو له مخې وویلې او دغه راز د راستنېدونکو د ستونزو د هواري لپاره د کار په برخه کې د هرې ادارې د لا همغږۍ غوښتنه یې څرګنده کړه.
د ناستې ګډونوالو په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.