خوست کې ۵۷ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د (IRC، PIN، DACAR) موسسو له لورې د خوست ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۷ بېځايه شوو کورنيوسره د تېرې پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۷مه نغدي او روغتيايي کڅوړو مرسته و شوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د خپلو اصلي سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د (PIN) موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ ، د(IRC) موسسې له لورې ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدي او د DACAR موسسې له لورې هرې کورنۍ ته د روغتيايی کڅوړو مرسته ووېشل شوه.