په کابل او بلخ ولایتونو کې له سلګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
_
د سلواغې میاشتې په ۹مه نیټه په کابل او بلخ ولایتونو کې ۷۳۴ بې ځایه شوېو، راستنو شوېو او اړمنو کورنیو ته نغدي مرسته وویشل شوه.
یادې شوې کورنۍ مخکې د یادو ولایتونو د مهاجرینو ریاستونو له لوري سروې شوې وې.
په کابل ښار کې ۶۶۴ کورنیو ته ۲،۹۰۰ افغانۍ او د خوراځواکي یو کڅوړه او په بلخ ولایت کې ۷۰ کورنیو ته ۲۳،۵۷۰ افغانۍ نغدي مرستې د همکار بنسټونو له لوري وویشل شوې.