بادغيس کې د ۱۰۰۰ بېځايه شوو کورنيو پروسه بشپړ شوه
د بادغيس ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ د ۱۰۰۰ بېځايه شوو کورنيو د لېږد پروسه، چې د جګړو له امله دخپلو اصلي سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې په ښه ډول بشپړه او پای ته ورسېدله.
ياده پروسه د تېرې پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۷مه بشپړه شوه او ۱۰۰۰ بېځايه شوې کورنۍ بېرته خپلو اصلي سيموته ولېږل شوې او د لېږد پرمهال هرې کورنۍ ته ۲۰۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.