بادغیس کې زر کورنۍ له نغدي مرستو برخمنې شوې
په بادغیس ولایت کې زر بېځایه شویو، له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو او دغه ولایت کې د کوربه ټولنو مستحقو کورنیو ته د مرغومي ۱۸ څخه تر ۲۷ نېټې پورې د نغدي مرستو دویمه او درېیمه برخه مرستې ووېشل شوې.
دغه کورنۍ هلته په غورماچ، بالامرغاب، قادس، مقر، آب کمري، بوم درې ولسوالیو او د دغه ولایت په مرکز کې د مهاجرینو چارو آمریت له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او هرې کورنۍ ته د وزارت د همکار بنسټ مرسته شوې ۹ زره افغانۍ ورکړل شوې