د هلمند د مهاجرینو رییس د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د جنوب لویدیځ زون له مسول سره وکتل

sadam_morr
د هلمند ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس ملا مطیع الله اغا حقیار د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د جنوب لویدیځ زون له مسول سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د راستنو شویو د ستونزو، غوښتنو او ورته د امکاماتو پر برابرولو خبرې اترې وشوې، چې د پورته بنسټ له لوري ورته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د هلمند ولایت د مهاجرینو چارو رییس د هغوی له مرستو مننه وکړه او د کارموندنې په برخه کې یې د لاسنیوي غوښتنه هم څرګنده کړه.