د پاکستان له بندخونو ۱۴ افغان بندیان ازاد شول
د پاکستان له بندخونو ۱۴ افغان بندیان ازاد او د مرغومي پر پنځه ویشتمه نېټه بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان د بلوچستان ایالت په نوشکی کې نیول شوي وو، چې ۱۵ ورځې بندیان وو او هېواد ته په راستنېدو سره د همکارو بنسټونو له لوري ورسره بشري مرستې هم وشوې.