د مهاجرینو وزارت چارسمبالی او مسلکي معین: اسلامي امارت کې دنده یو مسوولیت دی

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۳:۳۱
-
د مهاجرینو وزارت چارسمبالي او مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد د وزارت کنفرانس خونه کې د دې وزارت رییسانو او امرینو تر منځ د همغږۍ په پار جوړې شوې ناستې ته وینا وکړه.
ښاغلي راشد د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو مخکیني وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د نیک رفتار څخه یادونه وکړه او ویې ویل: شهید حقاني د ملت رهبر و، چې د هغه یادونه به تر ډېره وخته په زړونو کې پاتې وي او الله ج دې موږ ته توفیق راکړي څو د ده لار تعقیب کړو.
د ده په خبره، په اسلامي امارت کې دنده یو مسوولیت دی، مقام او منصب په حقیقت کې ټولنې ته خدمت کول دي.
د وزارت چهار سمبالي او مسلکي معین له مسوولینو وغوښتل، چې په خپلو چارو کې له نیک رفتار کار واخلي.
په دې ناسته کې د دې وزارت مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني د شهید حقاني له صفاتو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې له نننۍ ناستې یې موخه پر کشرانو د مشرانو شفقت او د کشرانو له لوري د مشرانو اطاعت دی.
ښاغلي فاني په خبره، اسلام مبارک دین قدم په قدم په خپلو لارښوونو کې له پیروۍ یادونه کړې چې په دې سره مسلمانان بریالیتوب ته رسېدلی شي.
په همدې حال کې د یاد وزارت له موسساتو سره د همغږۍ رییس شیخ عبدالرحمن رحماني د شهید حقاني نیک صفات بې مثاله ووبلل او له مسوولینو یې وغوښتل چې د شهید حقاني په څیر د ولس خدمت وکړي.
د کارکوونکو چارو رییس مولوي سید مطیع الله خلوتي هم خبرې وکړې او د دې وزارت راتلونکي کال د تشکیل په اړه یې بشپړ معلومات وړاندې کړل.
دغه ناسته د دعوت او ارشاد رییس مولوي محمد جان خدرخېل له لوري د مهاجرینو وزارت مخکیني وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني او د ملت ټولو شهیدانو روح ته د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته