په ننګرهار ولایت کې لسګونو راستنیدونکو له حرفوي زده کړو څخه د فراغت سندونه تر لاسه کړل
په ننګرهار ولایت کې ۵۰ راستنو شویو کډوالو د مرغومې میاشتې په ۴ مه نیټه د خیاطۍ له حرفوي زده کړو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
ياد شوي کسان، چې مخکې د جلال اباد ښار په سيمو کې د دغه ولايت د مهاجرينو رياست له لوري سروې شوي و، چې د يوې همکارې موسسې په همکارۍ يې د خياطۍ په څانګه کې شپږ مياشتنۍ حرفوي زده کړې تر لاسه کړې. د ياد کورس له بشپړولو وروسته د تصدیق سندونه او د یادې برخې وسایل پرې توزیع شول.