پکتيکا کې ۱۰۰ کورنيوسره مرسته وشوه
د يوشمېر همکارو موسسو له لورې د پکتيکا ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره، چې د سېلابونو او جګړو له امله زيانمې شوې وې او ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې له يوې سروې وروسته ور سره دخوراکي او غېر خوراکي موادو مرسته وشوه.
ددغو مرستو له ډلې هرې کورنۍ ته يوه بوجۍ غنم، ۳ منه هندي وريجې، ۱ ټيم غوړي، يو من دالنخود، ۳ دانې کمپلې او د روغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه.