کندز کې ۳۸۱ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي، خوراکي او غېر خوراکي موادو مرسته وشوه
د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM ) له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۸۱ بېځايه شوو کورنيوسره، چې د جګړو له امله د دې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې نغدي، خوراکي او غېرخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادو کورنيوهرې کورنۍ ته دتېرې دوشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۴مه ۱۵۸۹۰ افغانۍ نغدي او درې کمپلې مرسته وشوه.
د يادونې وړ ده، چې تر اوسه پورې ۲۰۶۰ کورنۍ دخوراکي او غېرخوراکي مرستو څخه برخمنې شوي او ژرده چې په نږدې راتلونکي کې ۵۸۸ نورې کورنۍ هم له مرستو څخه برخمنې شي.