فراه کې تر ۳۰۰ زیاتو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه
د فراه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په هلو ځلو او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي همکارۍ په دغه ولایت کې له ۳۲۳ کورنیو هرې یوې سره د درې کمپلو، د اوبو څلورو بوشکو، دوو ترپالونو، د پخلنځي توکو او ژمنۍ جامو مرسته وشوه.