بغلان کې له ١٤٧ کورنیو سره مرسته وشوه

بغلان ولایت کې تېره ورځ له ١٤٧ راستنو شویو کورنیو سره د غیرې خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاد شمېر کورنۍ چې له وړاندې د مهاجرینو ریاست له لوري پېژندل شوې وې، د پناه غوښتنې په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري هرې کورنۍ ته درې کمپلې، دوه ترپالونه، یوه د ګاز ډبه، روغتیایي بستې او د پخلنځي وسایل ورکړل شول.