د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستیال د نیمروز مرستیال والي سره وکتل

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۵:۲۷
-


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د نیمروز ولایت له مرستیال والي سید سلیمان اغا سره وکتل.
په دې کتنه کې له مسلکي مرستیال سره د حقوقي ملاتړ رییس الحاج غلام نبي الله داد خېل ستانکزی د نیمروز ولايت د مهاجرينو چارو رييس حاجي عبدالله ریاض او د وزارت د تخنيکي ټيم غړي هم مل وو، چې د مهاجرينو د ستونزو د حل او په دغه ولایت کې د داخلي بېځایه شویو په اړه خبرې پکې وشوې.
په دې کتنه کې د نیمروز مرستیال والي ښاغلي راشد ته د راستنېدونکو او بېځایه شویو د ستونزو د حل په برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۲۳:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار ولایت د صفري کرښې او لنډمهالي میشت غالي څخه لیدنه وکړه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د ننګرهار ولایت د فرضي نقطې او لنډمهالي میشت غالي څخه یې لیدنه وکړه.
د وزارت د. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۹:۳۰
Background image

د کډوالو وزیر د نورستان له والي سره د راستنېدونکو کډوالو پر وضعیت خبرې وکړې

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان له والي قاري زین‌العابدین عابد سره کتنه وکړه.
په دې ناسته کې دواړو لورو د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۵:۴۵
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ له رئیس سره ولیدل

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ رئیس ښاغلي عرفات جمال د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر سره ولیدل.
په دې ناسته کې د راستنېدونکو. . .

بېرته خبرونه ته