ننګرهار کې تر زرو زیاتو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ووېشل شوې
په ننګرهار ولایت کې یو زر او ۳۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د لېندۍ پر اتمه ژمنۍ مرستې ووېشل شوې.
د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په هلو ځلو او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته دغو راستنو شویو کورنیو ته څلور کمپلې، یوه ګاز ډبه، دوه ترپالونه یو سطل او د پخلنځي یوه کڅوړه ورکړل شول.